ملي دسترخوان پروګرام د ولسي جرګې له مخالفت سره سره پیل شوی دی. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې ملي دسترخوان پروګرام د حکومت له مهمو برنامو څخه دی او په خبره یې؛ دا پروګرام د کلیو پراختیا وزارت په مشرۍ د سیمه ییزو شوراګانو له لوري پیل شوی دی او اوسمهال د هېواد په یو شمېر سیمو کې دوام لري. نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبانو ویلي، دوی د سولې برخه کې ورترغاړې مسوولیت ادا کړی دی وویل، طالبانو امریکایانو سره هوکړه کې ژمنه کړې وه چې تاوتریخوالی به کموي، پر لویو ښارونو باندې به بریدونه نه کوي او له بهرنیو ترهګرو سره به اړیکې پرې کوي خو په خبره یې؛ یادې ډلې هیڅ یوه ژمنه یې هم نه ده عملي کړې په داسې حال کې چې افغان حکومت دې برخه کې د اسانتیا په موخه ګڼ کارونه تر سره کړي دي. هغه د خپلو خبرو پر دوام پر طالبانو غږ وکړ چې د عوام فریبي پر ځای دې خپل مسوولیت په سمه توګه ادا او بین الافغاني مذاکراتو ته غاړه کېږدي.
































