د بامیان ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، د تیر لوی اختر په ورځو کې ۲۵ زره سیلانیانو له بامیان ولایت څخه لیدنه کړې ده. دوی زیاتوي چې د یادو سیلانیانو لپاره روغتیايي تدابیر په پام کې نیول شوي وو او د اختر په شپو ورځو کې یې د بامیان ولایت له تاریخي او تفریحي ځایونو څخه لیدنه کړې ده. بامیان د هیواد یو له امنو، تاریخي او تفریحي ولایتونو څخه ګڼل کیږي چې هر کال په زرګونو کورني او بهرني سیلانیان یې لیدنې ته ورځي. د یادونې ده چې تر اختر مخکې د بامیان ولایت روغتیايي مسوولینو د اختر ورځو کې د ماسک او یو شمیر نورو روغتیايي توکو د وړیا ویش خبر هم ورکړی وو.
































