د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په کابل کې د چین له سفیر جاو شنګ سره کتلي دي. د لوړو زده کړو وزارت ویاند وایي چې په دې کتنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د نیکو تاریخي، سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا یې ټینګار وکړ. نوموړي په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو په برخه کې د چین د مرستو څخه د مننې ترڅنګ وویل، له ټولو هېوادونو مو غوښتنه دا ده، چې د افغانانو د اړتیاوو پر اساس خپلې مرستې تر سره کړي. ورته مهال د چين سفير جاو شنګ ویلي، چې چين له افغانستان سره د کرنې او کانونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې پراخې سوداګريزې اړيکې لري او په پام کې ده چې دغه اړيکې د پخوا په پرتله لا پراخې شي. نوموړي دغه راز د اکاډمیکو او تحصیلي اړیکو پیاوړتیا او د تحصیلي بنسټونو د استادانو د ظرفیت لوړونې پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
































