په هیواد کې یو شمېر سیاسي څېرو په لومړي ځل د سرپرست حکومت، ولس او نړیوالې ټولنې ترمنځ د خبرو اترو لپاره د ډیالوګ مرکز پرانیستی دی. د یاد مرکز مسوولینو ویلي، چې دغه مرکز کولای شي د سرپرست حکومت، ولس او همدا راز د نړۍوالې ټولنې ترمنځ شته اختلافات او ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. بلخوا د چارو ځيني شنوونکي د دغه مرکز جوړېدل مهم بولي او ټينګار کوي چې د افغانانو ترمنځ خبرې د اوسنیو ستونزو په حل کې اغېزناکې تمامېدای شي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د سرپرست حکومت چاواکو ویلي وو، چې ملي ډيالوګ ته اړتیا نشته او سرپرست حکومت تل له هېوادوالو او سیاسي څېرو سره ګوري او خبرې اترې کوي.
































