د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د ځوانانو چارو مرستیال د ملتونو د وګړو صندوق له نوي رییس کوابينا اسانتي سره په لیدنه کې د ځوانانو پر اقتصادي پیاوړتیا خبرې کړې دي. د مالوماتو له مخې په دې لیدنه کې د ځوانانو چارو مرستیال د یاد وزارت د فعالیتونو او پلانونو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هېواد په ۷ زونونو کې د ځوانانو لپاره د انلاین سوداګرۍ پروګرامونه پلي کړي دي. په دې لیدنه کې دغه راز ښاغلي اسانتي بیا د افغان ځوانانو د کار موندنې او اقتصادي پیاوړتیا لپاره د تخنیکي او مالي همکاریو ډاډ ورکړی دی.
































