ټاکنو کمیسیون وایي چې د یاد کمیسیون د مشرې حوا علم نورستانۍ په مشرۍ په دغه کمیسیون کې د غزني ولایت د ولسي جرګې پر ټاکنو بحث شوی دی. د یاد کمیسیون د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې چې د یاد کمیسیون کمیشنرانو او یو شمېر نورو مسوولینو پکې ګډون درلود، غزني کې یې د ولسي جرګې ټاکنو پر پلان، تګلارې او له ټکنالوژي څخه د ګټې اخیستنې پر څرنګوالي خبرې اترې کړې دي. د ولسي جرګې تېرې ټاکنې په غزني کې د دغه ولایت د اوسېدونکو له لوري د ټاکنو د ترسره کېدو پر څرنګوالي د اختلاف له امله وځنډېدې خو دا چې څه وخت به ترسره شي په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.
































