د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې یوه ډله نامعلومو وسله والو د خیبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې د ټاکنو پر کارکوونکو او ځينو د رایې اچونې په مرکزونو بریدونه کړي دي. په راپورونو کې ویل شوي، چې په دې وسله والو بریدونو کې یو پاکستاني پولیسو او رایه کاروونکو ته مرګ ژوبله هم اوښتې، خو دکره شمېر په اړه یې مالومات نه دي ورکړي. په ورته مهال د دغه هیواد بلوچستان ایالت په کیچ سیمه کې امنیتي ځواکونو د رایې اچونې له یوه مرکز بهر د دوو چاودنو د رامنځ ته کیدو خبر ورکړی دی. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې له دې چاودنو وروسته د بلوچستان په کیچ سیمه کې د رایې اچونې بهیر د لنډې مودې لپاره ځنډېدلی دی.
































