د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا نن په خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې د بشري چارو همکارې ادارې د هرات ولایت د زلزله ځپلو کسانو لاسنیوي ته دوام ورکوي. دغې ادارې په لیکلي بیان کې دا هم ویلي، چې لا هم د غوښتل شوې بودیجې ۱۲۴ میلیونه او ۵ سوه زره امریکايي دالرو ته اړتیا ده چې له خلکو سره د دوی د ستونزو په دایمي حل کې مرسته وشي. د تېر میلادي کال د اکتوبر میاشتې په ۷مه یوې قوي زلزلې د هرات ولایت زنده جان ولسوالي او نورې سیمې ولړزولې. د مالوماتو له مخې په دې زلزله کې له ۲۴۰۰ زیات کسان مړه شول او له ۱۰ زرو زیات کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ کړل.
































