کابل ښاروالۍ په خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې د قرغې سړک له لوري د کابل شمال – لوېديځ نوي نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې دي. د کابل ښاروالۍ د مسوولینو په خبره، د خنډونو د پاکولو سربېره، د دغه سړک د پاتې بنسټیزو برخو په جوړولو هم کار روان دی. دغه سړک چې، له ذاکرین ښارګوټي څخه د قرغې تر سړک پورې غځېدلی دی، ۷۶۴۵ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، چې څه موده وړاندې د بنسټیزو برخو له جوړیدو وروسته، د یاد سړک د ۳ کیلومتره برخې د پخولو چارې بشپړې شوې او د پاتې بنسټیزو برخو د جوړولو چارې یې له ژمنیو تدابیرو سره له ځنډه پرته دوام لري.
































