د عامې روغتیا وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په کابل کې یې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ویروس د تشخیص مرکز پرانیستی دی. د مالوماتو له مخې دغه مرکز د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ د ۸سوه زره امریکايي ډالرو په ارزښت جوړ شوی او په اوونۍ کې د پولیو ۵سوه پېښې تشخیص کولی شي. د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، تردې وړاندې به د پولیو ناروغۍ نمونې له هېواده بهر د تشخیص لپاره وړل کېدلې، خو اوس به یاد مرکز کې تشخیص کیږي. د چارواکو په خبره هڅه کوي چې روان میلادي کال په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ له منځه یوسي. د یادونې وړ ده چې تېر ۲۰۲۳ میلادي کال کې افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ۶ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ټولې یې ننګرهار ولایت کې وې.
































