د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په تېر ۲۰۲۳ میلادي کال کې د هوایي دهلیزونو له لارې د افغانستان، چین، هند او متحده عربي اماراتو ترمنځ د ۲۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او واردات شوي. د یادو وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده په یو ویډیویي کلیپ کې ویلي، چې له دې ډلې د ۱۵۰ میلیونه ډالر افغانستان بهرنیو هیودونو ته صادرات کړي، چې اینجه، د اینجې تخم، زعفران، غالۍ، ګیلم، لاسي صنایع او وچه میوه تشکیلوي. نوموړي زیاته کړې، چې په همدې موده کې بیا افغانستان ته د ۱۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات شوي، چې درمل او برقي وسایل پکي شامل دي.
































