د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال پرون په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتونبايوا او مل پلاوي سره کتلي دي. اوتونبايوا په دې کتنه کې ویلي، چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو عملي کولو ته لېواله ده او اړتیا ده، چې افغانانو ته بنسټیز پرمختیایي او پراختیایي کارونه ترسره شي. نوموړې ویلي، سره له دې چې په نړۍ کې کړکېچونه او مهم موضوعات ډېر دي، خو بیا هم افغانستان د نړۍ له ياده نه دی وتلی او غواړي په مختلفو برخو کې ورسره مرستې وکړي. د نوموړې په وینا، د دوحې راتلونکې غونډه د افغانستان او افغانانو لپاره د بشري مرستو جلبولو او د ثبات او پرمختګ لپاره ښه فرصت دی. په ورته وخت کې د سرپرست حکومت سياسي مرستیال ویلي، چې افغانستان د ملګرو ملتونو د فعال غړي په توګه پاتې شوی او غواړي د دې سازمان فعال غړی و اوسي. هغه زیاته کړې، سرپرست حکومت له نړۍ سره د متقابل احترام په رڼا کې مثبت تعامل غواړي او یوناما په دې برخه کې مهم رول ادا کولی شي.
































