د سرپرست حکومت دفاع وزارت ویلي، چې د دې وزارت اړوند د تخنیکي او مسلکي انجینرانو له لوري یوه بله بلک هاک چورلکه ترمیم او پرواز ورکړل شوی. د یاد وزارت مسوولینو ویلي، چې له تېرو اووه میاشتو راهیسې په دې بلک هاک چورلکې د تخنیکي انجینرانو له لوري دبیا ترمیم په موخه کار روان وو، چې اوس مهال په بشپړ ډول بیا ترمیم او پرواز ته چمتو کړل شوه. د مسوولینو په خبره ټاکل شوې دغه ډول نورې چورلکې هم تر بیا ترمیم وروسته خدمت ته چمتو کړل شي.
































