د لوګر ولایت د برېښنا ریاست مسوولین وایي، چې د روان کال په تېرو لسو میاشتو کې یې څه باندې ۱۱۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د دغه ولایت د برېښنا شرکت رییس وایي چې د روان کال له پیل څخه تر اوسه ۱۱۵.۵ میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي دي. د برېښنا رییس ویلي چې یاد عواید د برېښنا د لګښت بېلونو، شکار کلا ( ٣٣٣ ځانګړې قطعه)، څلورمې پلې لوا قومانداني او دغه راز د اطفایي آمریت ترڅنګ د ٣٢٣٣ نوي مېټرونو د نصب لګولو له لارې ترلاسه شوي دي. د نوموړي په خبره، د سرپرست حکومت له واکمنېدو سره سم تر اوسه د لوګر برېښنا شرکت له لوري په دې ولایت کې څه باندې ٢٦٩ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي او دغه راز د برېښنا په کیفیت کې هم تر پخوا د پام وړ مثبت بدلون راغلی دی.
































