تر روسي، چينايي او ګڼ شمېر نورو هېوادونو وروسته هندي پانګوالو هم په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې. د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، يو تن هندي پانګوال د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست وزیر سره په کتنه کې د افغانستان د سرب، جستو او ډبرو سکرو په کانونو کې د پانګونې لپاره لېوالتيا ښودلې. سرپرست وزیر په دې کتنه کې د کانونو په برخه کې د هندي پانګوالو هرکلى کړى او د هغوى د هڅونې او توجو راجلبولو په برخه کې یې د قانوني همکاريو او اسانتياوو برابرولو ډاډ ورکړى دى.
































