د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره وایي چې سر له سبا څخه به د دولتي ادارو د ملکي کارکوونکو د حاضرۍ وخت بېرته عادي حالت ته راوګرځي. د یادې ادارې په خبره، د افغان کابینې د پرېکړې پر بنسټ سر له سبا څخه باید د ټولو دولتي ادارو ملکي کارکوونکي له شبنې تر چهارشنبې د سهار له اتو د ماسپښین تر څلورو او د پنجشبنې په ورځ د سهار له اتو د ماسپښین تر یوې بجې په مرکز او ولایاتو کې خپلو دندو ته حاضر شي. دغې ادارې پر کارکوونکي غږ کړی دی چې د کرونا ویروس مخنیوي لپاره باید ټولې روغتیایي سپارښتنې په جدي توګه عملي کړي.
































