د جوزجان ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولینو په قوش تېپې او درزاب ولسواليو کې د اوبو د دوو کوچنیو بندونو د جوړولو چارو د پیل خبر ورکړی دی. د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس عبدالغني شریفي وايي چې دغه بندونه د کرنې وزارت له پرمختيايي بودجې څخه جوړېږي چې چارې به یې نږدې راتلوونکې کې بشپړې شي. په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه او د بندونو په ساتنه او پالنه یې ټینګار وکړ دغه بندونه په دې ولايت کې د ځمکې لاندې اوبو د پياوړتيا، د وچکالۍ د مخنيوي او د کروندګرو د اوبو د کمښت د ستونزو د هواري په موخه جوړېږي.
































