د سرپرست حکومت د اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسیون په غونډه کې د نيمروز او هرات تورغونډۍ ګمرکونو د پراختيا لپاره د ځمکې ټاکلو په اړه تر بحث وروسته لازمې پرېکړې شوي. په ورته مهال په دې غونډه کې د چارو ادارې عمومي ریاست، د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان د صرافانو او پولي خدمتونو اتحاديو دغوښتنو په اړه هم هر اړخیز بحث او په یادو برخو کې لازمې تصمیمونه ونیول شول.
































