د امریکا مخکښ ډیموکراټ سناتور برني سندرز وایي، له راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو د ټرمپ د عزل کولو لپاره لس دلایل وجود لري. هغه زیاته کړې، غواړي هغه لس دلایل وړاندې کړي چې کولی شي پر بنسټ یې ټرمپ خپل وسایل له سپینې ماڼۍ ټول کړي، له ولسمشرۍ ګوښه او له راتلونکو ټاکنو عزل شي. نوموړي زیاته کړې، ټرمپ یو مستبد رهبر دی، پر ډیموکراسي باور نه لري، د امریکا پر اساسي قانون یې سر نه خلاصېږي، دروغجن دی، پر علم باور نه لري، توکمپال دی، د اجنبي مخالف دی، پر جنسيتي تبعیض باور لري، مذهبي تعصب لري، د همجنس بازانو مخالف دی، ګټه یې یوازې میلیاردرو ملګرو ته رسېږي او نه یوازې دا چې د کارګرو او غریبانو لاسنیوی نه کوي بلکې ورباندې مسخرې هم کوي.
































