د کونړ وټه پور ولسوالۍ د څپرې سیمه کې په لومړي ځل روغتیایي مرکز پرانیستل شو. د کونړ د عامې روغتیا مسوولین وايي، خلکو ته یې په یوه شخصي کور کې خدمات پیل کړل او په نږدې وخت کې به د روغتون ودانۍ چارې هم پيل شي. د څپري درې اوسېدونکي وايي، دا یې په ټول ژوند کې لومړی ځل شو چې سرپرست حکومت یې د روغتون او د خلکو درملنې ستونزه حل کړه. دوی د سرپرست حکومت له چارواکو غواړي، چې د دا ډول نورو ستونزو هوارۍ ته یې هم اوږه ورکړي.
































