د لوړو زده کړو وزارت سبا ته د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب د يوه ستر علمي کنفرانس د پيل کېدو خبر ورکړی دی. د ياد وزارت د وياند په خبره ياد کنفرانس د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس تر عنوان لاندې دايرېږي، د سيمي هېوادونو په کچه تر اوسه نه دی جوړ شوی. د سرچينې په وينا په یاد کنفرانس کې به د داخلي استادانو ترڅنګ د مختلفو بهرنیو هېوادونو څېړونکي او استادان هم ګډون ولري. دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د اقليمي بدلونونو له کبله خورا زيانمن هېواد ګڼل کېږي او د افغان حکومت چارواکو په وار وار له اړوندو نړيوالو بنسټونو څخه غوښتنه کړې، چې په دې برخه کې له افغانستان سره د مرستې په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي.
































