د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر وایي چې د سیمې او اروپايي هېوادونه په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته چمتو دي او دمګړۍ هېواد د ۱۳۴ قلمه تولیدي توکو په برخه کې ځان بسیاینې ته رسیدلی دی. نورالدین عزیزي د اسلامي خطاطۍ او انځورګرۍ پروګرام د ګډونوالو په ستاینغونډه کې له ځوانانو وغوښتل چې، په بېلابېلو برخو کې خپلې وړتیاوې لاپسې لوړې کړي. په یاد پروګرام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د څېړنو او د کیفیت د تضمین رييس، سید محسن سادات وویل، هڅې روانې دي چې، په کور دننه د ځوانانو مسلکي وړتیاوې لوړې شي. نوموړی له اسلامي امارته غواړي چې، د ځوانانو له خلاقیت او نوښتونو ملاتړ وکړي. په دې پروګرام کې د اسلامي خطاطۍ او انځورګرۍ د لومړي تر درېیم مقام ګټونکي هم وستایل شول.
































