د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر وایي، ټاکنیز تاوتریخوالی، د بشري حقونو پر وضعیت لګول شوي بندیزونه، بنسټیرې خپلواکۍ او د ټاکنو په بهیر کې پر انټرنېټ او ټیلیفوني اړیکو بندیزونه هغه څه دي چې دوی یې غندنه کوي. امریکا داسې مهال دغه غبرګون ښودلی، چې پرون د ملاکنډ په شانګله ولسوالۍ کې د تحریک انصاف ګوند پلویانو په ټاکنو کې د درغلیو پر ضد لاریون وکړ او وروسته له پولیسو سره په اخ و ډب کې لږ تر لږه درې کسان ووژل شول او ۱۲ نور یې ټپیان شول. بلخوا د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د پاکستان په ټاکنو کې د عدالت د ټینګښت او عمومیت په اړه اندېښنې ډېرې دي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامرون ویلي، لا هم نه پوهېږي چې په پاکستان کې ترسره شوې ټاکنې څومره عادلانه او سرتاسري وې.
































