د ۱۷.۵ میلیونه افغانیو په لګښت، د ګمرکونو لوی ریاست لپاره د کنټرول خونې جوړولو پروژې چارې پیل شوې. مالیې وزارت ویلي چې د ګمرکونو لوی ریاست، د هېواد د ټولو ګمرکونو د لا ښه کنټرول او څارنې په موخه په پرمختللو وسایلو سمبال کنټرول خونې د جوړولو پروژې چارې پیل کړې دي. د کنټرول له دې خونې سره به د هېواد ټول ګمرکونه د پرمختللو کامرو په وسیله سره ونښلول شي او د هر ګمرک اړوند ټولې مهمې چارې به په پلازمېنه کابل کې د دې خونې له لارې په دقیق ډول وڅارل شي.
































