د کندهار د احصایې او معلوماتو ریاست مسوولینو د یاد ریاست په عوایدو کې د ۶۰ سلنې زیاتوالي خبر ورکړی دی. د کندهار د احصایې او معلوماتو رییس محمد خان ویلي چې د ۱۴۰۲ لمریزکال د وري له میاشتې څخه تر مرغومې میاشتې پورې یې ۶۵ میلیونه ۴۸۵ زره ۲۰۰ افغانۍ عواید راټول کړي، چې د تېر ۱۴۰۱ کال د همدې لسو میاشتو په پرتله ۶۰ سلنه زیاتوالی ښیي. نوموړي زیاته کړه، چې په تېرو لسو میاشتو کې یې د ۱۲۵زره او ۴۵ برېښنايي پېژندپاڼو د وېشلو ترڅنګ ۴۸ زره ۳۴۲ کاغذیي پيژند پاڼې هم وېشل شوې دي.
































