د نورستان د والي ویاند سعید مومند وايي والي عبدالغفور ملکزی له نورستان کونړ ته پر لار و چې د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ورباندې برید شوی دی. دده په خبره په پېښه کې د والي درې ساتونکي ټپیان شوي خو نوموړي ته کوم زیان نه دی اوښتی. په پېښه کې بل چا ته زیان نه دی اوښتی، حکومت یې د طالبانو کار بولي خو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
































