د ایران سرحدي چارواکي وايي چې له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر په ترڅ کې یې په زرګونو نور افغان کډوال هم په دې وروستیو ورځو کې افغانستان ته ستانه کړي دي. د ایران د خراسان رضوي د ولایت سرحدي ځواکونو قومندان مجید شجاع ویلي چې په دغه هیواد کې د غیرقانوني کډوالو د پیژندنې او ورسره د قانوني چلند بهیر دوام لري. شجاع ویلي چې د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د سلواغې د میاشتې د لومړۍ ورځې څخه د همدې میاشتې تر ۱۵ ورځې شل زره افغان کډوال چې دغه ایراني چارواکي د وینا پراساس په غیر قانوني ډول ددغه هیواد په مختلفو سیمو کې اوسیدل د دوغارون سرحد له لارې افغانستان ته ستانه کړي او د طالبانو سرحدي چارواکو ته یې سپارلي دي. دغه ایراني چارواکي له افغانانو غوښتي چې د قانوني اسنادو د لرلو په صورت کې دې ایران ته سفر وکړي او که نه د قانوني اسنادو پرته به هغوی د قانوني چلند سره مخ شي.
































