هند وايي په افغانستان کې یې دوه تښتول شوي وګړي تر دوو کالو ځنډ وروسته خوشي شوي دي. د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ۲۰۱۸ز کال په مې کې یې اووه کسه انجنیران په بغلان کې د وسله والو طالبانو له لوري تښتول شوي وو. له دې ډلې څلور کسه یې مخکې خوشي شوي وو خو دوه یې تازه د جولای په دېرشمه خوشي شوي چې پرون هند ته رسېدلي دي. دغه انجنیرانو د برېښنا د لېږد په یوه پروژه کې کار کاوه چې وسله والو طالبانو وتښتول. د هند د بهرنیو چارو وزارت په دغه اعلامیه کې د افغان حکومت له همکاریو او هڅو مننه کړې ده او په خبره یې دوی به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. هندي حکومت ددغه خوشي شوو کسانو د هویت په اړه لا ډېر معلومات نه دي ورکړي او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه غبرګون ښودلی دی.
































