د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د بامیانو ولایت د ګنده کوتل ۵ زره ټنه جست د هېواد په ملي سوداګرو وپلورل شول. د یاد وزارت سرپرست د جستو د پلورلو پر مهال ویلي، چې دې وزارت د هېواد د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر کړي او ټول کورني او بهرني پانګوال کولی شي، چې په ډاډه زړه د هېواد د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.
































