د ملي بس ترانسپورټي شرکت د میدان وردګو له مرکز میدان ښار څخه کابل ته تګ-راتګ پیل کړ. د مسوولینو په خبره اوسمهال به پر دغه لاره شپږ ملي بسونه فعالیت کوي، چې له میدان ښار څخه به د کابل تر میرویس میدان پوره تګ راتګ کوي. بلخوا د میدان وردګو ولایت اوسېدونکي یادو بسونو ته زیاته خوښي څرګندوي او وايي، چې له دې سره یې په تګ راتګ ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي. د یادونې ده چې څو کاله وړاندې هم پر یاده لاره ملي بسونو تګ راتګ کاوه، چې د ځینو ستونزو له امله یې فعالیت په ټپه درېدلی وو.
































