ولسمشر غني د یوې اعلامیې په خپرولو په بیروت کې د شوې چاودنې له امله د لبنان له حکومت او وګړو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده. نوموړي په دغه اعلامیه کې ویلي چې دغه پېښې متاثر او د چاودنې له امله اوښتو مالي او ځاني زیانونو خپه کړی دی. نوموړي هیله څرګنده کړې چې د لبنان خلک وکړی شي دغه رامنځ ته شوی بحران او کړکېچ مدیریت کړي. ده د افغانستان د خلکو په استازیتوب له لبناني حکومت او وګړو سره د خپلې خواخوږۍ مراتب شریک کړي دي.
































