بدخشان کې د ترافیکي پېښې له کبله یو کس مړ او څلور نور ټپیان دي. د بدخشان د امینې قومندانۍ ویلي، چې دغه پېښه پرون د درایم ولسوالۍ په کوتل زهرک سیمه کې رامنځته شوې ده. امنیتي مسوولینو ویلي، چې د دې پيښې قربانيان په کرولا موټر کې سپاره وو، چې د درايم ولسوالۍ له مرکز صفا څخه د زهرک کلي ته پر لاره ول، چې په کوتل زهرک کې د تخنيکي ستونزې له کبله یوې درې ته وغوځېد. د يو بل خبر له مخې، په دې ولايت کې د ډبرو سکرو د ګازو له کبله يو کس مړ شوى دى. دغه پېښه پرون سهار د بهارک ولسوالۍ د ربابي کلي په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده. په دې پېښه کې درې نور کسان مسموم شوي او روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ دی.
































