د روسیې د ولسمشر سلاکار او د اقلیم په برخه کې د نوموړي ځانګړي استازي روسلان ادلګریف د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره لیدلي دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ پر دوو اړخیزونو اړیکو، اقتصادي همکاریو، د اقلیم بدلون په برخه کې همکاریو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړولو پر لارو چارو خبرې اترې شوې دي. نوموړي لیکلي، روسلان ادلګریف په دې لیدنه کې ویلي چې د افغانستان د وروستیو پرمختګونو رښتینی انځور به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره شریک کړي.
































