د عمران خان د ګوند اوسني مشر ګوهر خان د دغه هېواد پر ټولو ادارو غږ کړی، چې د دوی د ګوند ترلاسه کړیو پایلو او حق ته درناوی وکړي. هغه ادعا کړې، چې په تولټاکنو کې یې ۱۷۱ څوکۍ ترلاسه کړي خو د دغه هېواد د ټاکنو کمېسیون د دغه ګوند ګټلې څوکۍ ۱۰۲ اعلان کړې دي. اخوا د نواز شریف په مشرۍ د پاکستان مسلم لیګ ګوند هم په یادو ټاکنو کې ځان بریالی اعلانوي او ویلي یې دي چې د بلاول بوټو په مشرۍ د پاکستان خلکو ګوند سره به په ګډه ایتلافي حکومت جوړوي. وروستۍ پایلې که څه هم تر دې دمه نه دي اعلان شوي خو لومړنۍ پایلې ښیي چې د تحریک انصاف ګوند په ټاکنو کې مخکښ دی.
































