د نیمروز ولایتي چارواکو د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د ۲۰ کیلو متره سړک د رغولو خبر ورکړی دی. د نیمروز د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس محمد حق بشیر ویلي چې د نړیول بانک په مالي ملاتړ د ۱۸ میلیونه ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې پر ۲۰ کیلو متره سړک د کرېړ اچولو چارې پيل شوې دي. د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې چارې به د یوې میاشتې په بهیر کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي چې په بشپړېدو سره به د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې لرې شي.
































