د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون موندنې ښيي چې د عرفې د ورځې په ګډون د اختر په ورځو کې د ناامنۍ ۷ پیښې ترسره شوي دي چې ۱۵۴ تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد کمیسیون د راپور له مخې؛ په یادو ورځو کې ۳۲ تنه وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپیان شوي دي. کمیسیون په خپل راپور کې زیاتوي چې د اختر ورځو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمیر په منځنۍ کچه تر ۳۸ تنو رسیده. راپور کې د مرګ ژوبلې عاملین نه دي په ګوته شوي خو کورنیو چارو وزارت تېره ورځ ویلي وو چې طالبانو په وار وار له اوربنده سرغړونه کړې ده او په بیلابیلو ولایتونو کې یې د خپلو بریدونو په ترڅ کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
































