د خوړو نړیوال پروګرام، وایي، تېرکال یې په افغانستان کې پر بزګرو د اقلیم د بدلون د اغېزو د کمولو لپاره په یو شمېر برخو کې یو شمېر پروژې عملي کړې دي. دې پروګرام ویلي، چې له بزګرو سره یې د روزنې او د ټولنو لپاره د بنسټیزو تاسیساتو په جوړولو سره د دوی د شتمنیو د ایجادولو له لارې مرسته کړې چې ټولنې په خپلو پښو ودریږي او په ټوله کې کلي زیات محصولات تولید کړي. ډبلیو ایف پي وایي، تېرکال یې نږدې اتلس زره بزګرو ته يې روزنه او امکانات برابرکړي، څه باندې ۲۶۰ کیلومتره د اوبو کانالونه، ۳۰ کیلومتره استنادي دېوالونه، ۴۲۳ زره خندقونه او د اوبو د ذخیره کولو ۲۲ واړه ډنډونه جوړ کړي دي.
































