د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال د روسیې فدراسیون د ولسمشر له سلاکار او د اقلیم په برخه کې د ولسمشر له ځانګړي استازي روسلان عادلګیرییف سره کتلي دي. په دې کتنه کې پر دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، په افغانستان کې د روسي پانګه والو پر پانګونې، د اقلیمي بدلون په برخه کې پر ګډې همکارۍ او د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي اړیکو پر پراخوالي خبرې وشوې. اقتصادي مرستیال ویلي افغانستان او روسیه ښې سیاسي اقتصادي اړیکې لري او دواړه لوري باید په ګډه د یادو اړیکو پراخېدو لپاره هڅې وکړي او چا ته اجازه ور نه کړي چې دغو اړیکو ته زیان ورسوي. روسلان عادلګیرییف په افغانستان کې له شویو پرمختګونو ستاینه کړې او ویلي دي چې د افغانستان د وروستیو پرمختګونو رښتینی انځور به د روسیې له حکومت او خلکو سره شریک کړي. هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د بشپړ امنیت په راتلو سره، ډېری روسي پانګه وال چمتو دي چې دلته په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
































