عامې روغتیا وزارت وایي په هېواد کې لس میلیونه وګړي په کرونا ویروس اخته شوي دي. ددغه وزارت سرپرست نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې کرونا ویروس په افغانستان کې له کم عمره ماشومانو نیولې تر ډېر عمر لرونکو کسانو د هېواد د نفوس درېیمه برخه ونیوله. دده په خبره اټکل ښيي چې کرونا په هېواد کې لس میلیونه وګړي نیولي دي او د ټول نفوس ۳۱،۵ سلنه جوړوي. سرپرست وزیر احمد جواد عثماني وایي تر اتلس کلونو پورته ۵۷ سلنه وګړي په کرونا اخته شوي دي، همدا راز ۴۶،۴ سلنه ماشومان د کرونا ویروس له امله متاثر شوي. عثماني وایي چې ټولټال د هېواد ۳۱،۵ سلنه افغانان په کرونا اخته شوي دي. نوموړی زیاتوي لا هم په ټوله نړۍ کې د کرونا د بلې څپې وېره شته ده نو له همدې امله ټولو افغانانو ته په کار ده چې روغتیایي سپارښتنو ته پاملرنه وکړي او په دې توګه دې خپل ځان او کورنۍ له دغه ویروس خوندي کړي.
































