د عراق حکومت ویلي چې له امریکا سره یې په دې هیواد کې د ائتلافي ځواکونو راتلونکې په هکله خبرې بیا پیل کړي او هیله یې څرګنده کړې چې ژر به یوې نتیجې ته ورسیږي. د دې خبرو لومړی پړاو د روان میلادي کال د جنوري میاشتې په ۲۷ مې پیل شو خو په اردن کې په امریکایي ځواکونو د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې په برید کې د دریو امریکایي ځواکونو تر وژل کیدو وروسته چې په عراق کې میشتو ملیشو یې د کولو ادعا کړې وه، دا خبرې وځنډیدې. د عراق د صدراعظم نظامي ویاند جنرال یحیی رسول د دې خبرو پیل کیدو په هکله په یوې اعلامیې کې ویلي چې نظامي کمیسیون په بغداد کې پرون د نړیوالو ائتلافي ځواکونو سره خبرې پیل کړې دي. رسول په اعلامیې کې ویلي چې دا غونډې په دې خاطر کیږي چې د عراق څخه د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو وتلو لپاره مهال ویش وټاکل شي.
































