وروسته تر هغې، چې د پاکستان په ټاکنو کې یو ګوند هم غوڅ اکثریت رایې ترلاسه نکړې، د مسلم لیګ ګوند د رییس نواز شریف ورور او پخواني لومړی وزیر شهباز شریف د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو سره کتلي او د ګډ حکومت د جوړولو پر سر یې ورسره خبرې کړې دي. خو د عمران خان تحریک انصاف ګوند، چې له ملاتړ څخه برخمنو نوماندانو یې اکثریتې څوکۍ ګټلي، وایي، ګټه یې تر دې هم زیاته ده، خو درغلۍ ورسره شوې دي. ټاکنو کې دوه رسمي ګوندونه مسلم لیګ او د خلکو ګوند په مستقله توګه مخکښ دي، چې ممکن ګډ حکومت جوړ کړي.
































