د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، چې له ایران څخه ۴۴ تنه اېستل شوي ماشومان یې له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي دي. د دې تر څنګ له پاکستانه اېستل شوي درې تنه د ننګرهار د لرې پرتو ولسوالیو ماشومان یې هم خپلو کورنیو ته سپارلي دي. دغه وزارت نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دغه ماشومان د هرات د وارچایلډ موسسې په همکارۍ د تخار، سرپل، زابل او ننګرهار ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو ته تر سپارلو وروسته تر خپلو کورنیو ورسېدل. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې دغه کسان یې د کډوالۍ نړېوالې ادارې او وارچایلډ موسسې په مرسته او همغږي د ایران له پولې نیولې د دوی تر کورنیو رسولي دي.
































