د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو، د شاوخوا یو نیم میلیونه ډالرو په ارزښت له دوو بهرنیو موسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د دغه وزارت مسوولینو، د ژغورنې نړیوالې کمېټې او د افغانستان لپاره د فیزیوټراپۍ او بیارغونې مساعدت موسسو له موسسو سره جلاجلا هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. ټاکل شوې چې یادې موسسې د صنعت او سودګرۍ وزارت په همغږۍ، په کابل، ننګرهار او بامیانو کې د خصوصي سکټور له لوري د افغان کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا پروګرام تر سرلیک لاندې د شاوخوا یو نیم میلیونه ډالرو په ارزښت ګډه پروژه پلې کړي.
































