د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس او زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمېسیون ویاند ویلي، تر دې مهاله د هرات زلزله ځپلو ته د ۴ زره کورونو په جوړولو توانېدلي او څه د پاسه ۹۰ سلنه خلکو ته نوي کورونه وېشل شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې د دې پروسې پر دوام تازه په رباط سنګي ولسوالي کې زلزله ځپلو ته نوي ۵۴۷ کورونه جوړ او ورته سپارل شوي. نوموړي زیاته کړې، په دغو ۵۴۷ کورونو نږدې ۱۲۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د اړوند کمېسیون له لوري ورکړل شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د قمر بنسټ له لوري هم د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته ۶۸ نوي جوړ شوي کورونه سپارل شوي دي.
































