د بغلان ولایتي چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې د ډنډ غوري په نامه نوې رامنځته شوې ولسوالۍ نن فعالیت پيل کړ او ولسوال هم ور وپېژندل شو. عبدالصمد چې د ډنډ غوري ولسوال ټاکل شوی، خلکو ته یې د غوره خدمتونو وړاندې کولو ډاډ ورکړی دی. د ډنډ غوري ولسوالۍ په رامنځته کېدو سره د بغلان د ټولو ولسوالیو شمېر ۱۵ ته ورسېد. د یادې سیمې خلک د سرپرست حکومت له دې پرېکړې خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې په بېلابېلو برخو کې دې د دوی ستونزو ته پام وشي.
































