مالیې وزارت وایي، چې د افغانستان او ترکمنستان د مالیاتي چارو د مسولینو ترمنځ په کابل کې د یاد هېواد د سفیر په ګډون د مالیاتي او سوداګریزو مسایلو په تړاو د مذاکراتو لومړی پړاو ترسره شو او دواړه لوري په یو شمېر مسایلو هوکړې ته رسېدلي. یاد وزارت زیاتوي؛ دې مذاکراتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه ځله مالیاتو د نه اخیستلو، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د پانګونې پر زیاتوالي، د مالیاتي تېښتې د مخنیوي او په یادو برخو کې د دوه اړخیزو اسانتیاوو په رامنځته کولو خبرې شوې دي. دغه راز مالیې وزارت وایي، چې د دې مذاکراتو بل پړاو به په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو مالیاتي مسولینو ترمنځ ترسره شي.
































