د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا پر خپله ویبپاڼه په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې به نږدې نیم میلیون افغان کډوال هېواد ته راستانه شي چې په سلو کې ۹۸ به یې بشري مرستو ته اړتیا ولري. د اوچا د معلوماتو له مخې، د تېر ۲۰۲۳ کال په وروستۍ ربع کې نژدې نیم میلیون بې اسناده افغانان افغانان د پاکستان د حکومت د نوې پالیسۍ په اساس په جبري ډول خپل هېواد ته استول شوي دي. اوچا په بیان زیاته کړې چې اوس مهال ۶،۳ میلیون افغان وګړي د اوږدمهال لپاره بېځایه شوي چې په دوی کې ډېرو یوه لسیزه مخکې خپل کورونه پریښي دي. د په داسې حال کې ده، افغانستان د بېځایه شویو خلکو د شمېر له پلوه په جنوبي آسیا کې لومړی او په ټوله نړۍ کې دویم ځای لري.
































