ځينې هېوادوال په هېواد کې د بېکارۍ له زیاتوالي له شکایت سره وايي چې د کار نهموندلو له امله ځينې ځوانان پر رواني ناروغیو اخته شوي دي. د کابل ځينې اوسېدونکي وايي، د وزګارتیا کچې زیاتوالی د دې لامل شوی چې ډېری کسان په رواني ناروغیو اخته شي او یا پر جنايي جرمونو لاس پورې کوي. خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، چې د سرپرست حکومتله بیا واکمنېدو راهیسې یې ګڼ شمېر ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړې او په تېر یوه کال کې یې په دولتي او نادولتي ادارو کې څه باندې ۱۰۰ زره کسان جذب کړي دي.
































