په هرات کې د «همدلۍ» ترعنوان لاندې د هنري آثارو نندارتون پرانیستل شو. د هرات ولایتي چارواکي وايي، چې په دغه نندارتون کې ۷۰ هنري اثرونه نندارې ته اېښودل شوي چې ۱۰ په کې د مېرمنو هنري اثرونه دي. د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي له هنر څخه د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او وايي چې په دې برخه کې به له خپلو هڅو درېغ ونه کړي. دغه نندارتون د پنځو ورځو لپاره پرانیستل شوی، چې د ۲۵ هنرمندانو میناتورۍ، خطاطي او نقاشي آثار نندارې ته اېښودل شوي دي.
































