د لبنان په پلازمینه بېروت کې د شوې چاودنې له امله د مړه شویو شمیر ۷۸ او د ټپیانو هغه بیا ۴ زره ته رسېدلی دی. د رویټرز اژانس د راپور له مخې، مرستندویه ډلې لا هم د مړه شویو او ټپیانو په راټولولو او دغه راز تر خاورو د لاندې شویو کسانو په لټون بوختې دي. د لبنان ولسمشر میشل عون د یادې پېښې د غندلو تر څنګ ویلي چې په دې چاودنه کې ۲۷۵۰ ټنه امونیم نایتریت کارول شوي وو. تر اوسه پورې د چاودنې علت معلوم نه دی. د لبنان د سره صلیب کمېټې مشر جورج کتاني دا یوه فاجعه بللې او په وینا یې د ښار هره څنډه کې ټپیان پراته دي.
































